ارزګان کې د کابل بانک کارکوونکي وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې د کابل بانک د ساتونکو قوماندان د بانک د مدیر په ګډون ۴ کار کوونکي وژلي دي.
ځايي مسوولین وایي، پېښه له لفظي شخړې وروسته رامنځ ته شوې او د بانک د کار کوونکو قاتل هم پولیسو نیولی دی.
هغه قومندان چې د کابل بانک په کارکوونکو یې برید کړی تر نیول کیدو وروسته اعتراف کړی چې له مدیر سره تر جنجال وروسته یې څلور کسان وژلي دي.
تراوسه مالومه نه ده چې د کابل بانک د ساتونکو د قومندان او مدیر جنجال په څه رامنځ ته شوی، خو له سیمې راپورونه وایي چې تر لفظي شخړې وروسته قومندان د بانک په کارکوونکو ډزې کړي دي.
قاتل د پولیسو په ولکه کې دی او د پېښې په تړاو لا نورې څېړنې دوام لري.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments