ارزګان کې د طالب وسله والې ډلې 19 غړي وژل شوي دي

comments 0

10 Views

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې امنیتي چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونوپه ځانګړو علمیاتو کې دطالب وسله والې دلې 19 کسان وژل شوي او یو شمیر ټپیان دي.
د چارواکو په وینا، عملیات د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالی په انارجوی سیمه کي ترسره شوي چي په مهال یې د ملا جهاد په نوم د طالب قومندان ۸ ملګري وژل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند صادق عیسی وویل دغه عملیات تېره شپه ترسره شوي دي.
د نوموړي په وینا، په ورته وخت کې امنیتي ځواکونو مرکز ترینکوټ کي هم هوایي بریدونو نه ترسره کړي چې ۱۱ وسله وال مخالفین وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د یادونې وړ ده چې په یادو بریدونو کې د وسله والو طالبانو دوه پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments