هندوکش – ارزګان: تیره شپه د ارزګان پر چورې ولسوالۍ طالب وسله والې ډلۍ برید کړې چې له امله یې د دغې ډلې ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښټې ده.
د چورې ولسوالۍ امنیه قومندان دوهم څارن اسد الله وايي، تیره شپه وسلوالو مخالفینو پر یاده ولسوالي بریدونه کړي، چي په پايله کي يې ۲۷ وسلوال مخالفین وژل سوي او ۱۴ نور ټپیان سوي دي.
د نوموړي په وینا، په یاده جګړه کي یو افغان سرتیری په شهادت رسیدلې او درې نور ژوبل سوي دي.
هغه وایي، چي وسلوالو مخالفینو پلان درلود، چي یادي ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو دا پلان يې شنډ سوی او افغان ځواکونو يې په وړاندي سخت مقاومت ښودلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې طالب وسله والې ډلې د هلمند پر ناوې، د کندز پر آلچین، د لغمان پر الینګار او د ننګرهار پر مهمندرې ولسوالیو ورته بریدونه ترسره کړي وو چې ددولت له څه مقاومت وروسته پر شا تمبول شوي دي.
عمران احمدزۍ
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.