ارزګان کې د طالب وسله والی ډلې ۱۵ غړي وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: د افغان او طالب وسله والې ډلې په نښتې کې ۱۵ طالب وسله وال وژل شوې او څلور افغان سرتیري ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبد القوي عمري وویل، په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه د نښتې پر مهال ۱۵وسله الو طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: دغه وسله وال طالبان پر امنیتي پوستو د حملې پرمهال وژل دي.
هغه زیاته کړه، په یاده نښته کې څلور افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.
تر اوسه طالب وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان امنیتي ځواکونو په پرله پسې بریدونو کې د طالب وسله والې دلې ډیرې غړي وروستیو کې هیواد بیلابیلو ولایتونو کې وژل شوي دي.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply