ارزګان کې د طالبانو یو قومندان وژل شوی

comments 0

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید د طالبانو د یو قوماندان په ګډون شپږ طالبان وژلي دي.
د ارزګان امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري وايي، برید کې وژل شوی طالب قوماندان ندا نومیده چې د طالبانو د کمربند مسول وو.
د عمري په خبره برید پر یو فیلډر موټر او موټر سایکل شوی چې وسله وال یې انتقالول.
نوموړي همداراز وویل، برید کې د طالبانو یو شمیر سپکې او درندې وسلې هم له منځه تللي دي.
عمران احمدزې

Comments

Leave a Reply