ارزګان کې د طالبانو پر یوې غونډه برید شوی

comments 0

7 Views

هندوکش – ارزګان: د دوه سوه پنځه اتل قول اردو د څلورمې لوا قوماندان ویلي، د طالبانو مرکزونه په چورې ولسوالۍ کې له مرکز ترینکوټ څخه په نښه شوي دي.
چارواکو ویلي، د توه په نوم دغه رهبري کیدونکې توغندي څلویښت کیلومتره لرې په چورې ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو ویشتل شوي خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نشته.
څو ورځې وړاندې په هلمند کې هم بهرنیو ځواکونو د طالبانو پر یوه غونډه توغندیز برید کړی وو چې په خبره یې درنده مرګ ژوبله یې ور اړولې وه.
له بل لوري افغان پوځ بیا وایي، په چورې ولسوالۍ کې د عملیاتو په مهال ۷ طالبان وژل شوي، ۴ نور ټپیان شوي دي.
پوځي سرچېنو همداراز خبر ورکړی چې په مرکز ترینکوټ کي بیا د هوايي بریدونو په مهال ۸ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments