ارزګان کې د طالبانو صحرايي محکمې زیاتې شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د ارزګان په زیاتو سیمو کې قاضیان او څارنوالان نشته چې خلک یې صحرايي محکمو ته مراجعه کوي.
د ارزګان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسوول عبدالشکور روستايي وايي، طالبان په زوره په خلکو پریکړې مني او هغه محکمه چې صحرایي یې کړې وي، خلک مجبوروي چې ویې مني او سزا وګوري.
د ارزګان ولایت د ښځو چارو ریسه نجیبه مهرزاد هم وايي چې طالبانو صحرايي محکمې ډيري کړي او زیات زیان یې ښځو ته رسولی چې عام محضر کې یې په دورو وهلي او سنګسار کړي دي.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply