ارزګان کې د دوه ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړیږي

comments 0

هندوکش ـ ترينکوټ: د ارزګان چارواکو خبر ورکړی چې د پنځلس میلیونه افغانیو په ارزښت د دوه ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړیږي چې سلګونه زده کوونکي به له لمر او باران څخه په سیوري او سرپنا کړي.

د ښوونځیو د بنسټ ډبره تېره ورځ د ارزګان والي او ځینو رییسانو کيښوده چې نږدې ورځو کې به یې کارونه پيل او په یو کال کې به بشپړ شي.

د ارزګان والي محمد نذیر خروټي خوښي وښوده چې د دې ښوونځیو ماشومانو سرپنا نه درلوده او د ودانۍ په جوړیدوسره به یې په درسونو کې هم ښه والی راشي.

د ارزګان د پوهنې رییس احسان الله ناشر ډاډ څرګند کړی چې په ۱۳۹۶ کال کې د ارزګان لپاره د ۹۵ ښوونځیو د ودانیو جوړول په پلان کې دي چې د دوو د بنسټ ډبره کيښودل شوه او دنورو به یې هم نږدې ورځو کې کارونه پيل شي.

د دوه ښوونځیو د بنسټ ډبره چې کيښودل شوې، لګښت یې د هندوستان هېواد ورکوي.

Comments

Leave a Reply