ارزګان کې د جګړې له قربانیانو سره مرسته وشوه

comments 0

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې دولتي ادارو د جګړو د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړه چې په وروستیو کې شهیدان شوي و.
د ارزګان والي محمد نذیر خروټی وايي، مرستې یې ۵۵ کورنیو ته ویشلي چې په تېر یو کال کې یې د کورنۍ غړي یا شهیدان شوي او یا ټپيان شوي دي.
د شهیدانو کورنیو ته سل زره افغانۍ او د ټپيانو کورنیو ته پنځوس زره افغانۍ ورکول شوي دي.
والي خروټي ډاډ څرګند کړی چې په پلان کې لري، دا لړۍ پراخه کړي او ټولو اړمنو کورنیو ته یې خپل حق ورسیږي.
ارزګان په سویل کې هغه ولایت دی چې جګړه پکې زیاته ده او طالبانو له بهرنیو وسله والو ډلو سره لاس یو کړی چې د افغانانو پرضد جګړه وکړي.
عمران احمدزی

Comments

Leave a Reply