هندوکش – ارزګان: د افغان امنیتي ځواکونو په پرله پسې هوایې بریدونو کې د ارزګان اړونده ولسوالیو کې ۲۷ تنه طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحیی علوي وایي، تېره ورځ د موثقو مالوماتو پر اساس د خاص ارزګان ولسوالۍ په مرکز کي د افغان هوایي ځواکونو برید کي ۱۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغو عملیاتو کې ۱۱ موټرسایکلونه او یو شمېر مهمات یې هم له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کی نوموړي زیاته کړه، چي د مرکز ترینکوټ لویدیځ ته یکلینګه سیمه کي په یوه بل هوایي برید کې ۲ نور طالب جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
یاده دې وي چې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایې بریدونو کې تردې دمه ډیرې وسله وال طالبان د هیواد په ګوټ ګوټ کې یا وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي.
تردې دمه طالب وسله والې ډلې موضوع په اړه څه نه دي ویلي
عبدالله اڅکزۍ
ارزګان کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ۲۷ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.