ارزګان کې دیني عالمانو له طالبانو غوښتي،چې له جګړې لاس واخلئ سوله او اوربند وکړئ

comments 0

هندوکش _ ارزگان: په ارزګان کې سلګونو دیني عالمانو دیوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې دجګړې په ښکیلو غاړو په ځانګړي ډول په وسلوالو طالبانو غږ کړی،چې دروژې مبارکې میاشتې د درناوي په خاطر له جګړې لاس واخلئ سوله او اوربند وکړئ. دیني عالمان وایي،چې په هېواد کې دروانې جګړې له امله افغانان وژل کیږي او دوام یې دپردیو لپاره په ګټه دی. دوی له طالبانو غواړي،چې افغان وژنه ودروئ او له افغان حکومت سره روغه جوړه وکړي.
ننگیالی کوهنورد

Comments