ارزګان کې دوه مېرمني وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کي یوې مېرمني تېره ورځ ځان وژنه کړې او بله هغه تېره شپه زندۍ شوې ده.
ترینکوټ کي د پولیسو د لومړۍ حوزې آمر میرویس وایي، لومړۍ پېښه تېره ورځ شوې چي له امله یې یوه مېرمن چي په نشه یې توکو روږده وه په ډزو خپل ځان وژلی او بله پېښه تېره شپه د ښار په څلورمه ناحیه کي شوې چي پر مهال یې یوه مېرمن زندۍ شوې.
پولیس وایي د دواړو پیښو په اړوند یې څېړني پېل کړي خو تر دې مهاله یې په دې تړاو څوک نه دي نیولي.
د ارزګان د ښخو چارو ریاست بیا وایي تر اوسه یې د دواړو پیښو په اړوند کره مالومات نه دي تر لاسه کړي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply