ارزګان کې درې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې د پوځ مسوولین وایي، چوره ولسوالۍ کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحی علوي وايي، تېره ورځ د ارزګان په چوره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او څو نور یې ټپيآن دي.
د مسوولینو په وینا دا مهال چوره ولسوالۍ کې امنیتي حالات ښه دي او وسلوال طالبان یې د ولسوالۍ له څنډو په شاه کړي.
چورې ولسوالۍ کې د پوځ تعرضي او چاڼیزو عملیاتو کې زیاتې سیمې له طالبانو نیول شوي دي.
عمران احمدزې

Comments