ارزګان کې خلک د حکومت ننګ ته راټول شوي

comments 0

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې سلګونه کسانو د یوې غونډې په مهال د جمهور رئیس له کورني او بهرني سیاست ملاتړ اعلان کړ.
ارزګان کې چې د اساسي قانون د نمانځنې په موخه غونډه رابلل شوې وه، ټینګار په کې دا وو چې قانون دې په ټولو یو شان عملي شي.
د خلکو ګیله دا وه چې اساسي قانون زور واکو او لوړپوړو چارواکو د شخصي ګټو لپاره تر پښو لاندې کړی او نور به ولسونه اجازه ورنه کړي چې له اساسي قانون څوک سرغړونه وکړي.
ارزګان مېشتو له ولسمشره ملاتړ اعلان وکړ او ژمنه یې وکړه چې په هرو حالاتو کې به د غني تر څنګ وي.
عمران احمدزې

Comments

Leave a Reply