ارزګان: پر طالبانو هوايي برید شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې د طالبانو پر یوې ډلې هوایي برید شوی چې نهه طالبان پکې وژل شوي او ټپيان دي.
د ارزګان امنیه قوماندانۍ امنیت امر عبدالقوي عمري وویل، تیره ورځ ناوخته بهرنیو ځواکونو هوايي عملیات کړي چې پنځه طالبان یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
عمري وايي، هوايي برید مرکز ترینکوټ اړوند نچین سیمه کې شوی دی.
یاده سیمه کې طالبان فعالیت کوي او د دې سیمې تر څنګ نورو سیمو کې هم طالبان تر څار لاندې دي چې په هوایي بریدونو کې یې له منځه یوسي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply