ارزګان: پر طالبانو هوايي برید شوی

comments 0

هندوکش – ارزګان: اروزګان کې د هوايي بریدونو پر مهال پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د ۲۰۵اتل قول اردو قوماندانۍ له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه افغان هوايي، ځواکونو د مرکز ترینکوټ اړوند “کوټوال” سیمه کې بریدونه کړي دي.
خبرپاڼه کې لیکل شوې، چې د یادو بریدونو پر مهال پنځه وسله وال وژل شوي او د وسله والو یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.
طالب وسله والو تر اوسه د دغې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د یو بل خبر له مخې د ۲۰۵اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند خواجه یحیا علوي وايي، د څلورمې لوا قوماندانۍ ځواکونو د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالي کې عملیات تر سره کړي، چې پر مهال يې شپږ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
عمران احمدزی

Comments