ارزګان: پر طالبانو افغان ځواکونو برید کړی

comments 0

هندوکش – ارزګان: راپورونه وایي، ارزګان کې ۹ طالبان وژل شوي او دوه نور نیول شوي دي.

د ارزګان ولایت دهراود ولسوالی کي د افغان هوايي ځواکونو A29 یا سوپر توکانو طیارې هوايي بریدونو کي چي د طالبانو پټن ځایونه یې په نښه کړي ۹ طالبان پکي وژل شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلي لوا څخه خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي چې دغه عملیات له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د دهراود ولسوالۍ په اړوند سیمو کې شوي دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې په هوایي بریدونو کې ۹ طالبان وژل شوي او  د طالبانو وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي.

افغان ځانګړو ځواکونو د مرکز ترینکوټ اړوند سویل ختیځ  ګرم آب سیمه کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۲ طالبان د درې میله  وسلو سره نیولي دي.

عمران احمدزی

Comments