ارزګان: ماشومان زده کړو ته نه ځي

comments 0

4 Views

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې د ښوونیز کال له پيل سره سم ډيری ماشومان ښوونځیو ته له دې کبله نه ځي چې د کار کولو لپاره څوک نه لري او اړ دي چې مزدوري وکړي.
ارزګان کې مدني فعالان وایي، ښوونیز کال پېل شوی؛ خو لا هم له نیمایي زیات ماشومان چي باید ښوونځیو ته تللي وای ښار کي د ایسکریم پلورلو تر څنګ نور درانه کارونه کوي چې کور لپاره پيسې پيداکړي.
د ځوانانو د عالي شورا مشر غلام نبي وایي، ارزګان کې د کورنیو تر څنګ په هغو مرستندویه موسسو نیوکې دي چې د ماشومانو په برخه کې کار کوي، خو لا هم ماشومان له درنو کارونو نه دي اووښتي.
ارګان کې د پوهنې رییس عبدالرازق وفا ته هم مالومه ده چې د ماشومانو زیاته برخه ښوونځیو ته نه ځي، خو داسې کومه لایحه نه لري چې ماشومانو ته دې د زده کړو تر څنګ مالي امکانات هم برابر کړي.
کابل کې بیا د بشر حقونو کمېسیون د ماشومانو په تړاو جدي انديښنه لري او په دې برخه کې د افغان حکومت تر څنګ د بهرنیو مرستندویه هېوادونو د لاسنیوي غوښتنه کوي.
یواځې ارزګان ولایت نه دی ماشومان پکې د غربت له امله له زده کړو پاتې دي، د هېواد په نورو جنګ ځپلو سیمو کې هم ماشومان د زده کړو پرځای درانه کارونه کوي او زده کړې ترې پاتې دی.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments