ارزګان: طالبانو دوه ملکي وګړي وژلي

comments 0

هندوکش – ارزګان؛ د ارزګان ولایتي چارواکي وايي، ددغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې تیره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو ۲ تنه ملکي کسان په ډزو وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د والي ویاند دوست محمد نایاب وایي، تیره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو لومړی ددغه ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په خلج نومي سیمه کې یو ۱۷کلن ځوان د نامعلومو دلایلو له مخې په عام محضر کې په ډزو وژلی چې وروسته د یادې سیمي خلکو د وسلوالو طالبانو په وړاندې ولسي پاڅون کړی او له وسله والو طالبانو سره يې جګړه کړې.
نایاب وایي، د جګړې پر مهال هم وسله والو طالبانو یو ملکي کس وژلی او یو تن يې ټپي کړی دی.
عمران احمدزی

Comments

Leave a Reply