ارزګان: د سولې تر نامه لاندي د فوټبال سیالۍ پېل شوي

comments 0

هندوکش – ارزګان؛ د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د سولې تر نامه لاندې د فوټبال لوبو سیالۍ پيل شوې چې پنځوس ورځې به دوام پيدا کړي او کولای شي د سولې په برخه کې مرسته وکړي.
د فوټبال لوبغاړي نصیر احمد او عبدالکریم وایي، د سولې له ارادې سره په دې سیالیو کې لوبیږي او تمه ده چې زیاتو خلکو ته د سولې پيغام ورسوي.
د ارزګان د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي، دا سیالۍ چي پنځوس ورځي به رواني وي ۱۴ لوبډلي پکې په ګروپي ډول سیالۍ کوي.
میرزا محمد امیرزی وايي، سیالیو ته یې د سولې نوم ځکه ځآی کړی چي جګړو ترې لاره ورکه کړې او د سولې ته تږي دي.
آرش احساس

Comments

Leave a Reply