ارزګانیان: ایران او پاکستان دې ترهګر نه روزي

comments 0

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې خلکو له دوه ګاوڼډیو ایران او پاکستان غوښتي چې د ترهګرۍ پر ځای دې د افغانانو په ټپ مرهم پورې کړي.
دا څرګندونې په هغه غونډه کې شوې چې د هندوستان له لوري د غنمو د ویش په موخه برابره شوې وه.
د ارزګان قومي مشرانو له پاکستان او ایران غوښتي چې د ترهګرو د روزنې او جګړې پر ځای دې له افغانانو سره مرسته وکړي.
دوی دغه راز غوښتنه کړې، که یاد دوه هېوادونه له افغانستان سره مرسته نه کوي، نو بیا ښه دا ده چې هیڅ ډول ورانکاري کارونو لپاره وسله والو ته وسلې او تجهیزات نه ورکوي.
ارزګان کې په پاکستان او ایران نیوکې شوي چې د جګړې اور ته لمن وهي او له دې درکه په افغانستان کې ګټې خوندي کوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments