اردوغان: پر ترکیې د بندیزونو ځواب کې به د امریکا او ناټو پوځي اډې وتړو

comments 0

هندوکش ــ ترکیه: د ترکیې ولسمشر ګواښ کړی، که واشنګټن پرې بندیزونه ولګول نو هغوی به په خپله خاوره کې دننه هغه دوه ستراتیژیک پوځي مرکزونه وتړي چې د امریکا او ناټو په استعمال کې دي. پر ترکیې د بندیزونو لګولو اټکل له روسیې څخه د الوتکو ضد پروګرام اخېستو پر سر کېږي.
رجب طیب اردغان پرون الحبر تلویزون ته په مرکه کې وویل، که ضروري یې وګڼله نو نو د اېنزرلیک او کورېزېک په نومونو دواړه پوځي مرکزونه به وتړي.
د ترکي د ولسمشر دغه څرګندونې د واشنګټن او انقرې ترمنځ د اړیکو د خرابېدو نښې ښکاره کوي.
د ترکي او امریکا ترمنځ اړیکې له ۲۰۱۶ کال راهېسې خرابې شوي دي. هغه مهال په ترکي کې د پوځي کودتا هڅه وشوه او انقرې په امریکا کې جلا وطن ترکي سوداګر فتح الله ګولین باندې تور پورې کړ چې ګینې تر شا یې لاس درلودلو.
د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې لا نورې هغه مهال خرابې شوې چې اردغان وویل، له روسيې نه د اېس ۴۰۰ ( S-400) په نوم د میزایلو پرمختللی نظام اخېستل غواړي.
امریکا وايي دا پروګرام په انکرلیک پوځي مرکز کې اېف ۳۵ امریکايي جیټ الوتکو ته ګواښ متوجه کوي.
وحید امان

Comments