اردوغان: د اسراییلو لومړي وزیر لاسونه د فلسطینیانو په وینو ککړ دې

comments 0

هندوکش – ترکیه: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان رسمي ټویټر پاڼې کې راغلي چې نتانیاهو د بی دفاع فلسطینیانو پر خاوری باندی یرغل کړې دې.
ولسمشر رجب طيب اردوغان په ټولنيزه مېډيا كې د اسراييلو د لومړي وزير بنيامين نتانياهو لخوا دده په اړه غير واقعي ادعاګانو په ځواب كې وويل چې لاسونه دې د فلسطينيانو په وينو ككړ دي.
اردوغان ویلي نتانياهو د داسې توكمپالي دولت لومړى وزير دى چې د بې دفاع فلسطينيانو پر خاورې باندې يې يرغل كړى دى او د ملګرو ملتونو د پرېكړو سره سره يې د ۶۰ كلونو راهيسې په خپله ولكه كې ساتلى دى.
نوموړي ویلي، د نتانياهو لاسونه د فلسطينيانو په وينو ككړ دي او دا پر تركيې د لفظي بريدونو په واسطه نشي پټولى.
نوموړي نتانیاهو ته په اشارې زیاته کړې، آيا غواړې چې د انسانيت په اړه درس واخلې؟ د ( تورات) لس امرونه ولوله.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په داسې حال کې دا څرګندونې ترسره کوي چې تیره ورځ امریکا په بیت المقدس کې خپل سفارت پرانیسته او ځان یې د اسراییلیانو ستراتیژیک ملګړې وباله.
محمد امان دوران

Comments