اردوغان: ترکیه یوازنی باوري هېواد دی چې د حامد کرزي هوايي ډګر مسوولیت په غاړه واخلي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان تېره ورځ ناوخته رسنیو ته ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به ترکیه د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت چارې پر غاړه واخلي.
هغه د ناټو غونډې ته تر تګ وړاندې دا څرګندونې کړې دي.
ده زیاته کړې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یوازنی د باور وړ هېواد ترکیه ده چې د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر ساتنې مسولیت پر غاړه اخیستلی شي.
د اردوغان په وینا، په دې اړه به د امریکا له جمهور رییس جوبایډن سره هم خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې نن په بروکسل کې د ناټو غونډه وشي.
په دې غونډه کې به د ناټو مشران د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان پر امنیتي حالت بحث وکړي.
ترکیه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه اندېښنې پیدا شوې دي، خو ناټو یې یوه غړي هېواد ته د امنیت د سپارلو خبره کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments