اخر هم د بې وزلو په کور برید وشو !؟ نوید احمدر څرک

comments 0

جلال اباد کې د چهارشنبې په ورځ د ماشومانو ساتنې په ادارې (سیف دی چلدرن) باندې برید په یوه موسسه برید نه و، دا برید په اصل کې په هغو ماشومانو او هغو کورنیو برید و چې ماشومان یې دغې موسسې روزل او له درنو کارونو به یې حرفوي زده کړو ته برابرول.

دا موسسه د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې فعالیت کوي او زرګونه بې سرپرسته ماشومان یې له کوڅو، لارو او بازارونو راټولول او بیا به یې ترې سړي جوړول، د دې موسسې څخه ډیر روزل شوي اوس لوی کارونه او لوی کورنۍ لري.

د جلال اباد د برید هدف څه و؟

پاکستان هر کله له ګاونډي سره بخیلي کوي، نه یې پرې پرمختګ لوریږي او نه یې هم پرې دا لوریږي چې بل هېواد دې مرستې ورسره وکړي چې د افغانانو روزګار ورسره ښه شي، پاکستان چې د افغانانو ازلي دښمن دی، د ترهګرو له روزنې څخه همدا ګټه په افغانستان کې اخلي چې له هر اړخه افغانستان زیانمن کړي.

داعش ډله چې اوس د پاکستان مستقیم ملاتړ له ځان سره لري، په افغانستان کې د پآکستان لپاره بې رحمه بریدونه کوي او هر هغه تګلاره یې په افغانستان کې پلي کوي چې د پآکستان د ګټو او افغانستان د ویجاړي لپاره وي.

یواځې داعش نه دی، ډیر کله وحشي بریدونه چې حقاني شبکه یې په افغانستان کې وکړي، مسوولیت یې پرداعش مني، ځکه پاکستان لا په دې هڅه کې هم دی چې حقاني شبکه د افغانانو په ذهنونو کې وحشي او له انسانیت وتلې معرفي نه شي.

حقاني شبکه هغه ترهګره ډله ده چې مستقیم له ای ایس ای څخه امر اخلي او مشران یې د اسلام اباد په پوځي کالونۍ کې خوندي ژوند لري، افغانستان کې پيچلي بریدونه همدا ډله کوي چې کله یې مسوولیت خپله اخلي او کله یې پر داعش وراچوي.

د حقاني شبکې او یا د داعش ډلې دا برید چې تېره ورځ جلال اباد کې د ماشومانو د ساتنې په یوې موسسې وشو، اصل هدف دا دی چې په افغانستان کې د موسسو د مخنیوي لپاره کار وکړي او موسسات وډار کړي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډوي، له دې پرته بل هدف کیدای نه شي.

پاکستان تل له افغانستان سره بخیلي کړې او اوس چې امریکا او نورو هېوادونو مرستې پرې بندې کړي، په افغانانو یې هم نه لوریږي چې د بهرنیانو په مرستو یې ژوند ښه شي.

دا بریدونه چې  د اسلام ترنامه لاندې یې د اسلام بدناموونکي ډلې کوي، هیڅ بهرني وګړي پکې نشته چې دوی ته د برید پلمه جوړه کړي، دا موسسه بیا یوه خیریه موسسه وه چې یواځې د ماشومانو پالنه یې کوله او بې سرپرسته ماشومان یې نه پريښودل چې کوڅه ډب لوی شي.

له دې برید سره یو ځای یادې موسس اعلان وکړ چې په افغانستان کې به یې فعالیتونه او دفترونه تر نامالوم وخت نه وي، نو په دې سره بریدګر هدف ته ورسیدل، ځکه د بریدګرو هدف دا نه و او یا ورته و نه رسیدل چې د موسسې کارکوونکي ووژني.

هدف همدا و چې څنګه د دې موسسې او ورته نورو موسسو باندې د ډار سیوری وغوړوي او له افغانستان کډه وکړي، تاسو ولیدل چې له دې برید څلور ورځې وړاندې کابل کې کانټیننټل هوټل باندې برید وشو چې بهرنیان یې پکې په نخښه کړل چې نور افغانستان ته د کار او پانګونې لپاره را نه شي.

د پاکستان تر ټولو ډيره ویره له همدې ده چې افغانستان کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه زیاته شوې چې د دوی په اقتصاد یې ناسم اغیز کړی او هغه توکي چې پخوا به یې تولیدول افغانستان کې یې ښه بازارونه درلودل، خو اوس یې په افغانستان کې بازار نشته او رقابت هم نه شي کولای.

د پاکستان دا کله له زړه وځي چې له افغانستان سره یې سوداګري اتیا سلنه کمه شوې او د ګمرکونو عواید یې هم له نیمایي زیات کم شوي دي، دا ټول له همدې بریدونو سره سر خوروي چې پاکستان کار کوي، څنګه بیا افغانستان ویجاړۍ خواته بوځي، د دوی د خوښې د طالب حکومت پکې رامنځ ته شي او هغه څه چې دوی یې غواړي ترسره یې کړي.

پاکستان چې د اسلام له نومه تل بده استفاده کړې، په افغانستان کې د اسلام تر نامه لاندې ډل باندې خپلې تګلارې تطبیق کوي او د خپلو ګټو لپاره ماشوم، ښځې او نارینه وژني، جوماتونه ورانوي او قرانکریمونه سوځوي.

ترهګرې ډلې لکه د بریدونو څخه یې چې ښکاري ټولې د پآکستان د ګټو لپاره افغانستان ورانوي او افغانان قرباني کوي، نو د ترهګرو پروړاندې یووالي ته اړتیا ده چې څنګه کیدای شي په افغاني ټولنه کې نور هم منفور او فکر یې وغندل شي.

Comments

Leave a Reply