اختر ابراهیمی د کورنیو چارو امنیتي مرستیال په توګه وګمارل شو

comments 0

هندوکش – کابل: د راپورونو پر اساس د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد ګوښه کړی او پر ځای یې اختر ابراهیمي ټاکلی دی.
تردې وړاندې اختر ابراهیمي د ولسمشر د ساتنې قوماندان او ملي امنیت کې ریس په ټوګه هم کار کړې دې.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم د مراد علي مراد د برطرفۍ خبر خپور شوی و خو وروسته ارګ دا خبر رد کړ.
تېر ځل د مراد د لېرې کېدو خبر وروسته له دې خپور شو چې د کابل په لوېدیځ کې د انتخاباتو لپاره د نوملیکنې پر یوه مرکز انتحاري برید وشو او تر ۶۰ زیات افغانان پکې ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې مراد علي مراد د مځکني ځواک عمومي قوماندان، د لوی درستیز مرستیال او د شاهین قول اردو قوماندان پاتې شوی وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments