احمد ولي هوتک باندې برید غبرګونونه راپورته کړي

comments 0

هندوکش – کابل: نا مالومه وسله والو پر افغان فري فایټر احمد ولي هوتک وسله وال برید کړی.
افغان قهرمان فري فایټر احمد ولي هوتک تیره شپه شاوخوا ۱۱ بجې خپل کور ته په لاره و چې وسله والو پرې برید کړی دی.
لومړی د هغه موټر چپه شوی او د موټر تر چپه کیدو وروسته یې په چړو وهلی دی.
د فري فایټ نړیوال قهرمان احمد ولي هوتک تیره اوونۍ له امریکا راستون شو او تمه وه چې نن روسیې ته د سیالیو لپاره لاړ شي.
هغه اوس ټپي دی او په ایمرجنسي روغتون کې دی.
ډاکتران وایي، د هغه روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
پر هوتک برید په خواله رسنیو کې غبرګونونه لري او له مسوولو ادارو غوښتنه کیږي چې د دې پېښې هراړخیزه څېړنه وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments