احمدشاه بابا

comments 0

احمدشاه بابا په (۱۷۲۲ ز) کال په هرات یا ملتان کي زیږېدلی. (غبار په خپل اثر (افغانستان در مسیر تاریخ) کي لیکي چي د احمدشاه بابا زیږیدنه په هرات کي سوې،(غبار، ۱۳۸۸، ۳۶۷).
پلار یې زمان خان نومیده، چي په هرات کي د افغاني قبیلو مشر و، د زمان خان د مړیني وروسته ذوالفقار د مشرۍ چاري په غاړه واخیستې. د احمدخان پالنه او روزنه د هغه نومیالۍ مور (زرغونه انا) او ورور (ذوالفقار) کړې، احمدخان په کوچنیوالی کي د مروجو علومو په زده کړه پیل وکړ.
ذوالفقار د مشرۍ پر مهال داخلی قبیلوی اختلافات او د بلی خوا د صفوي حکومت د افشار نادر د بریدونو او یرغلونو له امله د ډېرو ستونزو سره مخامخ و، څو واره یې پر هرات باندي بهرنی بریدونه پر شا وتمبول او هم د داخلي جګړو د ختمولو په لټه کي و، خو بالاخره اړ سو چي، په (۱۷۳۰ ز) کال کي د هرات څخه فراه او بیا د هغه ځایه کندهار ته ولاړ سي. (دا وخت هلته د میرویس نیکه زوی شاه حسین واکمن و). ذوالفقار او احمدخان د هغه دربار ته ورغلل، هغه (شاه حسین) د قبیلوي اختلافاتو او ځینو احتمالي خطرونو له امله، ذوالفقار خان او د هغه کشر ورور احمدخان (چي دا وخت به یې عمر لس کاله و) بندیان کړل او تر (۱۷۳۷ ز) کاله پوری ښپږ کاله بندیا وه، تر څو چي په دغه کال افشار نادر کندهار ونیو، دواړه وړونه یې د نورو بندیانو سره یو ځای له بنده آزاد کړل.(هاشمي، ۱۳۸۶، ۲۴۸) ذوالفقار خان یې مازندران ته واستاوه او د څه وخت وروسته یې د زهرو په واسطه وواژه.(غبار، ۱۳۸۸، ۳۶۷)
تاریخ لیکونکی وایي: په همدغه زندان کي احمدشاه بابا ډېر دیني او ادبي علوم زده کړه.

Comments