احمدخېلو کې طالبانو قومي مشران وژلي

comments 0

هندوکش – پکتیا: د پکتیا په احمدخېلو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو درې قومي مشران په ډزو وژلي او بیا له سیمې تللي دي.
د پکتیا امنیه قومندان نثار عبدالرحیمزي ویلي، پېښه تېره ورځ ناوخته د حسن خېلو په سیمه کې شوې ده.
ویل کېږي په وژل شویو مشرانو کې د پکتیا لپاره د حزب اسلامي مشر مولوي حنیف هم شامل دی، خو رسمي سرچینو نه ده تایید کړې.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان قومي مشران په نخښه کړي، طالبان هر هغه قومي مشر په نخښه کوي چې د دوی پروړاندې ودریږي.
عمران احمدزی

Comments

Leave a Reply