احتمالي اوربند ته چمتووالی

comments 0

هندوکش – کابل: افغان حکومت احتمالي اوربند ته چمتو والی نیسي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب او دفاع وزیر اسد الله خالد د سولې راتګ ته خوشبینې ښودلې او له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه یې خبرې کړې دي.
همدا راز دواړو مشرانو پخپله ناسته کې پر افغان ځواکونو غږ کړی چې د مذاکراتو د ترسره کیدو پورې دې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
اخوا ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې وروستیو کې ویلي و چې، سولې ته تیار دي او د اوربند لپاره یې هڅې پیل کړي، خو تر هغې چې طالبان حاضر نشي جګړه به دوام لري.
حمدالله محب او اسدالله خالد د افغان ځواکونو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو هم خبرې اترې کړې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments