اجرستان ولسوالۍ له ګواښ وژغورل شوه

comments 0

هندوکش – غزنی: غزني کې له افغان ځواکونو سره د نښتې په مهال ۴۳ طالبان وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، دغه طالبان اجرستان ولسوالۍ کې له کومانډو ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او ګڼ شمېر نور يې ټپیان دي.
د نوري په خبره، اجرستان ولسوالۍ ته د کومانډو ځواکونو له رسېدو وروسته د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او هلته اوس چاڼیز عملیات روان دي.
سیمه ییزو چارواکو ټینګار کړی چې اجرستان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ ژغورل شوې او هلته کلابند سرتېري هم د طالبانو له کلابندۍ وتي دي.
طالبانو تېره ورځ ادعا کړې وه، چې اجرستان ولسوالي يې نیولې ده او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
شاه رسول غزنوي

Comments