اجرایه رییس نیویارک ته لاړ

comments 0

هندوکش – کابل: اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو سازمان غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته لاړ.
د اجرایه ریاست له لوري خپر شوې اعلامیه کې راغلي چې ډاکټر عبدالله به د ملګرو ملتونو ناستې ته هم وینا وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي سربیره به ډاکټر عبدالله د غونډې په څنډه د یو شمیر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له استازو سره وګوري.
له عبدالله سره په دغه سفر کې بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او یو شمیر نور دولتي چارواکي ملتیا کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments