اجرایه رییس قطر ته ځي

comments 0

هندوکش – کابل: داسې احتمالات شته چې اجرایه رییس عبدالله عبدالله به قطر ته لاړ شي او له طالبانو سره به خبرې وکړي.
د ځینو راپورونو پر اساس حکومت چمتو دی چې د مسکو غونډې په دوام قطر کې دویمې ناستې ته عبدالله عبدالله ولېږي.
قطر کې به عبدالله د یو افغان په توګه له طالبانو سره خبرې وکړي چې څنګه امکان لري دواړه خواوې سولې ته ورسېږي.
تر ډیره ګمان کېږي چې قطر کې بین الافغاني ناسته کې به د طالبانو مشري ملا عبدالغني برادر وکړي.
خو تر اوسه په رسمي توګه اجرایه ریاست په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments