اجرایه رییس جرګه کې ګډون نه کوي

comments 0

هندوکش – کابل: ګمان کېږي اجرایه رییس عبدالله عبدالله به د سولې مشورتي لويې جرګې کې ګډون ونه کړي.
اجراییه رییس عبدالله چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سیال دی، وېره لري چې غني به له دغې جرګې کمپایني ګټه پورته کړي.
امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز ويلي، اجراییه رییس عبدالله عبدالله د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د نه ګډون کولو ګواښ کړی.
نیویارک ټایمز د ځینو سرچینو په حواله لیکلي، عبدالله عبدالله، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني سیال دی، وېره لري چې غني به دغه شورا د ټاکنیز کمپاین لپاره وکاروي.
تمه ده چې د سولې مشورتي لویه جرګه به د راتلونکې ثور میاشتې په نهمه کابل کې جوړه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments