اته سوه یتیمانو سره مرسته وشوه

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هلو ځلو د الکوزي شرکت د الندوه روزنتون له اته سوه یتیمو زده کوونکو سره د اته سوه کمپلو مرسته وشوه.
د ننګرهار کار ټولنېزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس عبدالحکيم شېرزاد وايي، اوس مهال په دې ولايت کې نهه روزنتونونه لري ، چې شاوخوا دوه زره پنځه سوه بې سرپرسته او يتيم ماشومان پکې د دولت ترڅنګ له يو شمېر مرستندويه ادارو په مالي مرسته په زده کړو بوخت دي.
نوموړي په ټولو شتمنوهېوادوالو او ملي سوداګرو غږ وکړ ، چې د يتيمو ، شهيدانو ورثوو ، معلولينو ، کونډو او بې سرپرسته ماشومانو لاسنوی وکړي

فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply