اتمر: پاکستان هر څه په ځان خپله کړي

comments 0

هندوکش – کابل : د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر وایي، که د پاکستان نظامیان سالم عقل غوره نه کړي او له افغانستان سره سیاستونو ته تغیر ورنه کړي، په لویو جنجالونو کې به ګېر شي.
پاکستان چې د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ په خړ لیست کې شامل شوی، د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، نړۍ اوس پوهېدلې چې پاکستان د ترهګرۍ روزلو پرته بل کار نه لري.
ښاغلي اتمر له یوې خصوصي رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې پاکستان ته پکار ده د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي چې له منزوي کیدو وژغورل شي.
له دې سره یو ځای د ولسي جرګې دویم مرستیال حاجي نذیز احمدزی وایي چې اوس دې افغان حکومت په پاکستان د نړیوالو فشارونو نه سمه ګټه واخلي چې پاکستان د افغانستان په تړاو د ناسمو تګلارو راوګرځوي.

Comments

Leave a Reply