اتمر له پاکستاني سیال سره لیدلي

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال سره کتلي دي.
دواړو لورو کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د سفر په مهال د هوکړه شویو مواردو پر عملي کېدو ټینګار او بحث کړی دی.
اتمر ویلي د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې به د دغو مواردو عملي کېدو ته زمینه برابره کړي.
دواړو خواوو هوکړه کړې چې پاکستان به د افغان سولې له بهیره د افغانانو په مشرۍ ملاتړ کوي، دواړه هېوادونه به د ترهګریزو شبکو پر ضد ګډ ګامونه پورته کوي او پاکستان به د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي، چې پاکستاني لوري هم ورسره منلې ده.

Comments