اتمر د ناټو ملکي استازي سره پر افغان سوله غږیدلي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په دغه هېواد کې د ناټو له ملکي استازي سټيفانو پونتېکورو سره پر افغان سولې خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد وویل، “پر اوربند، د تاوتریخوالي د عاجل کمولو او پر یوه داسې څار مېکانیزم باندې خبرې وشوې چې د تاوتریخوالي په کمولو باندې نظارت وکړي او د ټولو خواوو د اعتماد او منلو وړ وي.”
ښاغلي هېواد د دې مېکانیزم په اړه چې پرون خبرې پرې وشوې نور توضحیات ورنه‌کړل، خو ویې‌ ویل چې د ناټو ملکي استازي څرګنده کړه چې په قطر کې باید ژر د طرزالعمل پر سر خبرې نهایي شي او مذاکرات بلې مرحلې ته داخل شي ترڅو د بشردوستانه اوربند په رامنځته کولو تمرکز وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments