اتمر: د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې برمته دي

comments 0

575 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمدحنیف اتمر بهرنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې هغه طالبان او جنګیالي چې د افغانستان سره غواړي سوله وکړي، پاکستان يي د کورنیو په برمته کولو، جګړې ته اړ کوي.
د نوموړي په باور د جهادي قوماندانانو او طالبانو اکثریت کورنۍ په پاکستان کې دي.
له دې سره د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار وکړ چې پاکستان او د سیمې یو شمیر نور هیوادونه په افغانستان کې د خپلو ستراتیژیکو هدفونو لپاره د افغان دولت ضد عناصر روزي او په افغانستان کې یي د جګړې لپاره لیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments