اتمر: د بهرنیو ځواکونو د بریدونو لپاره همغږي مهمه ده

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شور سلاکار وایي، د افغان هوایي ځواکونو له عملیاتو او بریدونو د غوڅ ملاتړ ماموریت ملاتړ مهم دی او باید په دې برخه کې همغږي او پراختیا رامنځته شي.
د ملي امنیت شورا مشر محمد حنیف اتمر د غوڅ ملاتړ ځواکونو له عمومي قوماندان جان نیکلسون سره په لیدنه کې د ټاکنو د ملي پروسې لپاره د امنیتي چارو د ټینګښت او د رایه ورکوونکو لپاره د خوندې امنیتي فضا پر رامنځته کیدو هم خبرې کړي.
دغه راز ملي امنیت سلاکار ویلي، افغان لوری به د ناټو په سرمشریزه که د خپلو ژمنو پر عملي کیدو او د چارو د تعقیب په موخه صادقانه هڅې وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments