اتمر: دښمن هیڅ انساني ارزښت ته درناوی نه لري

comments 0

13 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شورا سلاکار په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د افغانانو دښمن هیڅ اسلامي او انساني ارزښتونو ته درناوی نه لري او هر ځای یې چې توان برابر شي، برید کوي.
ښاغلي اتمر د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت پر کارکوونکو او ننګرهار کې د پوهنې پر ریاست برید غندلی او بریدګر یې وحشي صفته او خبیث یاد کړی چې په ملکي کسانو برید کوي.
اعلامیه کې لیکل شوي چې دښمن د افغانانو له یووالي او پرمختګ ویره لري او له همدې امله هر ځای عام خلک د پردیو ګټو لپاره په نښه کوي.
ښاغلي اتمر باور ښودلی چې دا ډول دښمن به هیڅکله د افغانانو له لوري و نه بښل شي او تل به د خلکو په منځ کې متنفر وي.
د کلیو پراختیا وزارت پرکارکوونکو ځانمرګي برید ۱۷ کسان شهیدان کړي او ۳۰ نور ټپيان دي.
د ننګرهار په پوهنې ریاست برید کې بیا څلور بریدګر د افغان ځواکونو له لوري وژل شوي او لومړي بریدګر لس تنه ټپيان کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments