اتل قول اردو: افغان کماندو ځواکونو د طالبانو 23 کسیزه ډله له منځه وړې ده

comments 0

هندوکش – ارزګان: په ارزګان کې امنیتي چارواکي وایي چې د افغان او امریکایی ځواکونو په ګدو عملیاتو کې طالب وسله والې ډلې ده مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په وینا، تېره ورځ د افغان کمانډو ، ضربتي او بهرنیو ځواکونو لخوا د ارزګان مرکز ترینکوټ اړوند چینو او څاګي سیمو کې هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي دي، چې پر مهال يي د دولت ۲۳ تنه مخالف وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي.
خبر پاڼه کې راغلي چې د مرکز ترینکوټ اړوند چینو سیمه کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال د ملا عبدالحی او حفیظ نعمان ۹ وسلوال ملګري وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments