اترا بې کیفیته مخابراتي او خدماتي کمپنۍ جریمه کوي

comments 0

هندوکش – کابل: د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره”اترا“ بې کیفیته مخابراتي او خدماتي کمپنۍ جریمه کوي.

هغه کمپنۍ چې انټرنیټي او دماتي کیفیت یې چندان ښه نه دی د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ”اترا“ له لوري جریمه کیږي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ”اترا“ سره د مخابراتي خدمتونو شرکتونو په ناستو کې په روان لمریز کال کې د انټرنېټ خدمتونو د کیفیت د لا ښه کېدا ژمنې کړي.

د دغې ادارې مشر محمد نجیب عزیزي رسنیو ته وویل، هغه مخابراتي شرکتونه چې په دې وروستیو کې جریمه شوي مجازات به شي.

په دې وروستیو وختونو کې پر خواله رسنیو د مخابراتي شرکتونو د انټرنیټي خدمتونو دټیټ کیفیت او لوړ بیو پر خلاف کمپیانونه پیل شوي. د خواله رسنیو کاروونکي د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ”اترا“ څخه خوابدي دي، چې په دې برخه کې یې جدي پاملرنه او هېڅ کار نه ده کړې او دوی وایي چې باید له خپلو قانوني حقونو ګټه واخلي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره”اترا“ خلکو ته خبرداری ورکوي چې د مخابراتي شرکتونو د جرایمو په اړه اسناد دې د دوشنبې پر ورځ له دوی سره شریک کړي. څو د جواز د شرایطو مطابق اړوند د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو شرکتونه مجازات شي.

خلک د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې”اترا“ له دغه اقدام هرکلی کوي، خو د مخابراتي شبکو د زیاتو ستونزو د لرلو شکایت لري.

سرچینه : خبریال

Comments