اتحاد لوبډلې د فوټسال رمضاني جام سیالېو اتلولي خپله کړه

comments 0

هندوکش – هرات: د فوټسال رمضانې سیالۍ چې هرات کې په لاره اچول شوې وه دا اتحاد فوټسال لوبډله وه چې د غالب پوهنتون لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.
د هرات د فوټسال فدراسیون مسؤل محمد ياسین رحماني رسنیو ته وویل چې تر دې مهاله ۱۶ سیالۍ ترسره شوي او لوبغاړي په‌کې ښه ځلېدلي.
د نوموړي په خبره په دغو سیالیو کې ۶۴ لوبډلې ګډون لري او د روژې مبارکې میاشتې تر پایه پورې به دوام کوي.
ښاغلی رحماني وايي، د دغو سیالیو د ترسره کولو هدف د هرات ولایت د فوټسال لیګ سیالیو ته چمتووالی دی.
آرش احساس

Comments