آی اس آی د طالبانو په لیکو کی خپل مخالفین په نښه او له مینځه یې وړي !

comments 0

دا یو ځرګند حقیقت دی چې پاکستان تل د خبلو استراتیژیکو موخو له پاره طالبان د یو ابزار یا وسیلي په توګه کارولي او د افغانستان پر وړاندي د پاکستان بهــــــرنئ سیاســـــــــت د دری ټــــــکو پر بنــــــسټ دی ( د پاکستان په لاس جوړ شوی حکومت ، پاکستان ته ژمن حکومت او په افغانستان کې د حکومت تضعیف ) دی چې دغه دری موخي په تیرو څو لسیزو کې و کارول شوي ، د پاکستان حکومت دطالبانو په رامنځته کیدو ،سمبالښت او ملاتړ سره لمړئ ګزینه وازمایله او ترهغه چې افغانستان یې د خپل هیواد پنځمه صوبه بلله خو د افغان ولس له جدی او کلک مقاومت سره مخ شول او همداوو چې د متحده ایالاتو په ملاتړ د پاکستان له لوری د طالبانو جوړ شوی رژیم له مینځه ولاړ په ۲۰۰۲ کال کی د نوی حکومت د را منځته کیدو وروسته پاکستان چې د طالبانو کلک ملاتړئ وو ویې نشو کړای ترڅو له دویمي ګزیني نه ګټه واخلي نو له همدی وجی په دریمي ګزیني چې د افغانستان د حکومتونو تضعیف وو لاس پوري کړ چې د دوو لسیزو په ترڅ کی یي بیلابیلي تروریستی کړئ لکه طالبان، حقانی ، لشکر طیبه ، جهیش محمدی او داعش ډله په افغانستان کي فعالي او د خپلو ناوړو موخو له پاره یې وکارولي خو لدی ټولو پانګوني او هڅو وروسته د امریکا له لوري چې کوم فشارونه پدغه هیواد وارد شول نو بالاخره اړ شو ترڅو دطالبانو ډله و هڅوي تر څو د خبرو میز ته کیني ، د خبرو میز ته د طالبانو کیناستل د پاکستان له لوری د وړاندي ټاکل شوې او د دویمي ګزینی ( پاکستان ته د ژمن حکومت جوړیدل) د برنامي نه په ګټه اخیستني سره ترسره شوي په حقیقت کی پاکستان غوښتل چې دویمه ګزینه د بن په کنفرانس کی و کاروی ولی دبن کنفرانس ته په لاره د طالبانو د پلاوي وژل کیدو د پاکستان د استراتیژیکي برنامي برخلیک له خاوري سره خاوری کړ، د ۱۹ کلونو راهیسي د طالبانو له لوری د جګړي دوام د دغی ډلي جوړښت په شدت سره پیچلئ او له نورو تروریستی شبکو او ملاتړو هیوادونو سره اړیکي ټینګي کړي دی پدي مینځ کی پاکستان هغه پاکستان نه ده کوم چې دطالبانو د برنامو په تعیین کې لمړئ خبره وکړي خو پدغي ډلي دپام وړ نفوذ لري .

له ۱۹ کلونو پانګونو وروسته پاکستان ته د افرصت برابر شوئ ترڅو له دویمي ګزیني کار واخلي خو لکه څنګه چې وویل شول نور پاکستان لمړی خبره نه کوی د همدی دلیل له امله پاکستان ملا برادر د باور وړ مهری په توګه د امریکا او طالبانو ترمنڅ د مذاکری او خبرو په بهیر کې لدغی مهری نه ګته واخیسته حال داجې نور کسانو هم شتون درلود چې د طالبانو د رهبرئ له لوری معرفی شوی وای ولی د خبرو میز ته د طالبانو د کیناستلو او یا اړ ایستلو یوازنئ ژمنه د پاکستان له لوري امریکا ته همدا وه ترڅو میدان به د دوی مهره لوبوي . آی اس ای له وړاندی هم ملا برادر ته د طالبانو په مینځ کې ځانګړئ ځای ترسیم کړی وو حتی د زندان په موده کی او عملاْ یې هغه ته جنګی جبهات او نظامی قوماندانان استخدام کړي ول ، د طالبانو داخلی جوړښت داسی پیچلئ شوی چې اوس دغه ډله په څو برخو ویشل شوی ده چې د سیاسی او نظامی سوق او اداری کار یې د پاکستان د اهدافو ترلاسه کولو له پاره ستونزمن کړئ . القاعدی د طالبانو په مینځ کی پراخ ځای پیداکړئ حتی تردی چې کوم اختلافات ددوی د رهبری ترمنځ را منځته کیږي نو القاعده د منځګړیتوب رول ترسره کوي او داعش هم ددغی ډلي په منځ کې رخنه کړي او هغه مخالفین چې ددی ډلی له همکاری نه لاس اخلی نو خپلو لیکو ته یې جذبوي ، د طالبانو د رهبری لکه ملا هیبت الله ، ملا یعقوب ، ملا ذاکر او ملا رسول ترمنځ د اختلافاتو دوام ددی سبب شوی چې د پاکستان خبره لکه څنګه چې لدی وړاندي د ځای ناستی درلوده نور به هغسی نه وی ، د پاکستان آی اس آی څرنګه چې دطالبانو رهبرانو ته مجلل کورونه او د جوماتونو امامت په اختیار کی ورکړی نو د نه اطاعت په صورت کی د مرګ فرمان یې هم صادروي . د ملا هیبت الله او ملا برادر د ملا هیبت الله نه وروسته د پاکستان نوی مهری ترمنځ اختلافات ددی سبب شوی ترڅو پاکستان ددی له پاره چې د طالبانو په منځ کې د ملا برادر ځای تثبیت کړي نو اړتیا ګڼي ترڅو هغه کسان چې د طالبانو رهبری ته د ملا برادر له ټاکل کیدو سره مخالفت لري حذف کړي چې کویتي ښار په یو جومات برید او د ملا هیبت الله د ورور وژل کیدل د آی اس آی له لوری د ملا برادر دسیاسی مخالفینو د حذف کیدو طرحه او پلان وو ، د کوتی په شورا برید او د ملا هیبت الله د پلویان و ژل کیدل هم د آی اس آی له لوری د ملا برادر د سیاسی رقباوو د حذف کیدو بیلگه ده د پاکستان آی اس آی شبکه هر هغه رقیب چې د هغوی د استراتیژیکو برنامو پر وړاندي خنډ وګرځي له مینځه یې وړي بی له شکه چې ملا برادر اوس د آی اس آی د باور وړ کس دی ولی د تل له پاره نه تر هغه چې د هغوی د استراتیژیکو برنامو په پلی کیدو کی ورسره همکار اوسیږي او کنه له مینځه وړل یې حتمی ده پدی کی هیڅ شک نشته چې د طالبانو په مینځ کی هر هغه مهره چې له دوی نه سم اطاعت او فرمانبرداری و نکړی نو حذف کیږي چې ملا هیبت الله هم پدی مینځ کی قرار لري .

Comments