آیا په مسي لوښو کې د خوړو پخول مناسب دي ؟

comments 0

0 Views

که وغواړو مستقیم اصلي مطلب ته ورشو باید ووایو چې د اکثرو مسي لوښو داخلي برخه د استیلو ، قلعو، او یا نورو فلزاتو په واسطه پوښتل شوي او که داسې واوسي نو اړتیا نشته نور ددې اندېښنه ولرئ چې مس مو په خوړو کې حل شي.
مګر د مسي لوښو څخه ګټه اخېستنه اوس هم یوه مناسبه لاره ده ، ددې علت هم دادي چې مس د تودوسې او انرژۍ یو ښه هادي دئ او دا فلز تودوخه په اسانه انتقالوي او د خوړو د بهتره پخېدو لامل کیږي په ضمن کې د مسي لوښو ښکلا هم د پامه نشو غورځولی. ا
لبته هغه مسي لوښي چې په د ننه کې یې ساتونکې لایه شتون ونلري د پخلي لپاره باید ګټه ترې وانه خلو ، دا لوښي باید د پخلي لپاره ونه کارول شي او په ځانګړې توګه هغه خواړه چې له اسیدي توکو جوړه وي دا چاره به په ډېره اندازه له خوراکي توکو سره د مسو یو ځای کېدو سبب شي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply