آیا د وینې کمښت د انسان بدن ته تاوان رسوي

comments 0

دانسان بدن د ډیرو ناروغیو سره مخ کیږي چې ځنې ناروغۍ دڅو ورځو ناروغي وي خو ځنې بیا میاشتواو که په وخت ېې درملنه ونه کړل شی کلونو ته رسیږي.

هره ناروغي دانسان بدن ته تاوان رسوي کله هم چې انسان د ناروغۍ سره مخ شي بیا په روغه سټه ژوند سرته نه شي رسولې خو دوینې د کمښت ناروغي په دې داندیښنې وړده چې نورې ناروغۍ زیږوي اوبالاخره انسان له ژونده محرم کړي.

لومړی به دا ووایو چې د وینې کمښت دکمزوري خوراک اوپه ځنې مواردوکې د کم خوراک له امله راپیداکیږي که یو انسان پوره او سالم خوراک ونه کړي په درې میاشتو کې د وینې په کمښت اخته کیږي چې بیا  ورته د وینې پوره کیدل په ګرانه بیه تمامیږي.

په اوس وخت کې دهېواد په دننه ډاکټرانو هم دې ستونزې ته مخه کړې ده خو کومه ستونزه چې هېوادوال ورسره مخ دي هغه ډاکټران نه شي حل کولای هغه دهېواد دسالمې پالیسۍ  پورې اړه لري چې د نړۍ دنورو هېوادونو سره ازاد تجارت او راکړه ورکړه ولري اقتصاد ېې پیاوړی وي بیاهیواد وال د خوراکي توکو دکمښت سره نه مخ کیږي.

که ترڅه حده هیوادوال بې وزله هم وي حکومت ورته دښه اقتصاد له امله خوراکی توکې په ارزانه بیه رسوي او د وینې دکمښت ستونزه ېې حل وي.

دمخه به ویل کیدل چې په دې ستونزه یوشمیر ښځې او عمرتیرنارینه اخته کیږي یا هغه ماشومان چې میندوله ېې سالم او مناسب خواړه نه رسیږي دماشوم داړتیا وړ شیدې نه شي پوره کولای ماشومان ېې د وینې په کمښت اخته کیږي خو په هېواد کې اوس ددې ستونزې سره د کم عمر او ځوانان هم لاس او  ګریوان دي.

دانسان په بدن کې د وینې کموالی د وسپنې په کموالي  سره راځې چې ورته انیمیا هم ویل کیږي دانیمیا منځ ته راتګ سره وینه دبدن انساجوته کافی اندازه اکیسجن نه شی رسولای ځکه خو دنورومرضونو لکه دزړه ناروغي، دګردو(پښتورګو)کمزورتیا،دزیړي مرض، دسترګودنظرکموالی او نورې ډول ډول ناروغۍ ترې پیداکیږي.

 

بدبختانه زموږهېواد یو ورسته پاتې او دافتصاد له پلوه دصفر(ټکي)سره برابرهېواد دی پنځه اتیاسلنه خواړه له بهره را واریدوي چې په هغې کې هم د هېواد بې احساسه سوداګر په پوره کیفیت خوراکي توکې نه رانیسي ځکه خو مو هېوادوال  د هرډول روغتیایی ستونزو سره مخ دي .

Comments