آيا هبت الله رښتيا فراه ته سفر کړی( راز)

comments 0

0 Views

هندوکش ـ فراه:په وروستیو کې په ځينو رسنیو کې د سويل او لويديځ ځينې سيمه ایزو مسولینو هلمند او فراه ته د طالبانو د مشر هبت الله د راتګ خبره کړې چې په هلمند کې ځايي مسولينو د نوموړي راتګ رد کړی دی.

اوس اوس د فراه د ولايتي شورا غړې جميلې اميني ويلي دي چې د طالبانو مشر هبت الله د فراه پشت رود او بکواه ولسوالۍ ته راغلی دی او له ځينو مسولینو سره يي کتلی دي خو دا خبره هم طالبانو ته د يوې نيږدې سرچينې رد کړې.

د طالبانو يوې نيږدې سرچينې له هندوکش سره په فراه کې د مرکې په لړ کې ويلي دي چې د طالبانو مشر نه بلکه د نظامي کميسيون ځينو مسولینو له تیرو دوو اونيو را هيسې د افغانستان ځينو سیمو ته سفرونه کړي دي.

نوموړې سرچينه وايي:« هبت الله له پاکستان څخه خوځيدلی هم نه دی د نظامي کمیسيون مسولینو ته دنده سپارل شوې چې په افغانستان کې د طالبانو د تلفاتو، نه پرمختګ، انشعاب او خپل منځي ستونزو په خاطر باید دوی هیواد ته ولاړ شي او خپل راپور کوټې شورا ته وړاندې کړي.»

نوموړی زياتوي:« په هلمند کې د طالبانو د شته کشمکش د کميدو په خاطر طالبانو د هبت الله د راتګ اوازه ځکه خپره کړه چې هلته د نشه يي توکو مافيا، د ملا رسول ډله، د ملاعمر کورنۍ ته ځينې ژمن طالبان، د صدر ابراهيم ډله او نور سره يو ډول له رواني پلوه وارخطا او يو موټي کيدو ته اړ کړي خو هغه ناسته چې د طالبانو د نظامي کميسیون غړو په موسی کلاه کې وکړه هبت الله هيڅ نه وو پکې او برعکس ملامنان هم هم يادې ناستې ته نه وو راغلی.»

د نوموړي په خبره:« طالبان اوس کوښښ کوي په افغانستان کې د دوی د خپل منځي ستونزو په خاطر څيړنه کوټې شورا ته وړاندې کړي، بله هڅه يي دا وه چې دوی يو ډول له تبلیغاتي پلوه وارخطا پلويان او سیمه ایز مسولینو ته روحيه ورکوله.«

د سرچينې په خبره:« په ختيځ او شمال کې داعش په لسګونو طالبان وژلي دي د طالبانو مشرتابه فکر کوي چې د دوی په لیکو کې د روحيي بايللو يو لامل به هم  د افغان ځواکونو د عملیاتو د شدت تر څنګ د داعش مرګوني بريدونه وي او په همدې خاطر خو د هبت الله آخوندزاده له ادرسه له داعش سره د اوربند نعره هم پورته شوه حال دا چې داعش نه يوازې دې غږ ته لبيک ونه وايه بلکه په شمال کې ان د طالبانو د وژلو، مال او ښځو د غنيمت په خاطر يي سختې فتواوې هم ورکړې.»

ياده سرچينه وايي:« طالبان اوس په څو خبرو پوی شوي دي يو دا چې په روانه نښته کې نور بايلونکي دي، له روسانو سره اړيکې يي ديني رسوخ ډير زيات زیانمن کړی، د طالبانو ډيری مشران د شخصي ګټو وټو په خاطر طالبان قرباني کوي او بله دا چې د دوی د شتون او روسانو د راتګ له امله ولسي کرکه هم هره ورځ ډيره شوې نو ځکه خو دوی د جګړې پر ځای تر ډيره پر پخلاينه تمرکز کړی او د کوټې په شورا کې ډيری کسان يو ډول نه يو ډول د خبرو لېوال دي.»

بلخوا په هلمند کې يوه باوري سرچينه بیا وايي:« د شيخ عبدالحکيم را تيښتيدو وروسته طالبانو په څو سیمو کې تبلیغاتي مانورونه وکړل، په کندهار کې په غورک کې د ځينو طالب مشرانو له ميشت کیدو سره سم دوی ناامني ډيره کړه څو يو لوري ته طالب مشران وارخطا کړي او بل لوري ته حکومت ته دا وښيي چې ددې ناامنۍ لامل طالب مشران دي څو ياد مشران حکومت ونیسي او د پخلاينې او هیواد ته د راتګ پروسه ځنډنۍ شي خو حکومت په چټکۍ سره په غورک کې عملیات وکړل او ټول غورک په یو ځلې سره تصفیه شو.»

يادې سرچينې وايي چې طالبان که څه هم تر پخوا يي جبهه اي جګړې او وحشتونو ته مخه کړې ولې بیا هم هيڅ ډول لاسته راوړنې نلري او د تیرو کلونو په پرتله يي سږ کال تلفات څو برابره ډير شوي دي.

ويل کيږي په ناامنه سيمو کې ددې لپاره چې د ولس تر منځ د دوی د تلفاتو خبرې ژر ونه رسيږي په همدې خاطر يي په فراه، غزني، د کندز په ځينو سیمو او هلمند کې مخابراتي شبکې هم بندې کړي دي څو هر لوري ته د دوی د مرګ ژوبلې خپريدونکي خبرونه ونه رسيږي.

ويل کيږي مورال بايللي طالب جنګيالي په داسې حال کې نور د جګړې پر نه کولوټينګار کوي چې په کوټه شورا کې ځينې پاکستان پلوي طالب مشران هره شيبه پر دې ټينګار کوي چې د نښتې زور باید ډير شي او پر پاکستان د فشار د کميدو په خاطر د دوی ځينې غټې او وړې هستې افغانستان ته انتقال شي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply