آفرآسياب خټک: په غزني کې لسګونو پاکستانيان وژل شوي او مړي يي پاکستان ته راوړل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ غزني: په غزني کې دطالبانو په څلور ورځني بريد کې تر دوو سوو ډير پاکستانيان وژل شوي دي.

د دوی جنازې په قاچاقي بڼه پاکستان ته وړل شوي دي چې ځينې پاکستاني جنرالان هم پکې دي.

د پاکستان پښتون سياستوال آفرآسياب خټک اوس اوس په يوه لنډه لیکنه کې تایيد کړې چې په غزني کې په شوي وحشت کې پآکستانيان ښکيل وو.

د پاکستان د عوامي ملي ګوند رئیس افراسیاب خټک وایي د غزني ښار په جګړه کې یې د پاکستان لسګونه وګړي وژل شوي.

نوموړی په یوه بیان کې ویلي چې په غزني ښار کې د وژل شويو پاکستانیانو جسدونه له افغانستان پاکستان ته راوړل کېږي او د پاکستان حکومت دې د دغو راپورونو په اړه وضاحت ورکړي

هغه زیاته کړه چې د راپورونو په اساس په غزني ښار کې یو شمېر پاکستاني جنګیالي هم نیول شوي دي.

ښاغلي خټک وویل چې پر غزني ښار برید د ۱۹۸۹ جلال اباد برید په څېر د یوې ناکامې تجربې تکرار دی او د پاکستان له اړوندو بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان په وړاندې په خپلو تګلارو کې بدلون رامنځته کړي هر افغان زما اتل دی.

ياده دې وي چې په غزني کې د طالبانو د کړي وحشت له امله چې مشري یي پاکستان کوله دوی ته د چنګيز د پاتې شونو نوم ورکول شوی دی.

په ټولنیزو پاڼو کې په غزني کې د شوي وحشت تر څنګ په دې ولايت کې د وژل شویو پاکستانیانو د مړو او جنازو ځينې مراسم هم رسنيز شوي دي.

يوې سرچينې وویل:« جنرال وسيم د پاکستاني پوځ جنرال وو، په بډه بیره کې په خاورو منډل شوی طالب پاکستانی د آی اس آی برحال افسر او د طالبانو د سرې قطعې د سوق او ادارې مسول ووچې په غزني کې و وژل شو.»

له دې سره يو ځای داسې اسناد هم رسنيز شوي دي چې په کوټه کې په څلورو روغتونونوکې چې په سټلايټ ټاون او څو نورو ځايونو کې د طالب ټپيانو درملنه په خورا ډيره بيه کيږی.

باید وویل شي چې طالبان د پاکستان تر څنګ د ایران او روسيي ملاتړ هم له ځان سره لري.

ديني علما وايي چې د غزني شوی وحشت د اسلام سره په ټکر کې دی.

مدني فعالان بیا وايي چې طالبان او داعش په وحشت کې يو شان دي او دوی په غزني کې د طالبانو  کړی وحشت په سوریه او عراق کې د داعش د وحشت په شان بولي.

بلخوا امنيتي سرچينې وايي چې پر غزني په برید کې طالبان، القاعده او داعش درې واړه ښکيل وو.

ځايي رسنیو ته خلکو ويلي دي چې  طالبانو ته هرڅوک په مخه ورغلی دوی وژلي او پر هيڅ چا يي رحم نه دی کړی.

ډيری مارکيټونه هم سوځول شوي او لوټل شوي دي او خلک وايي چې دوی به طالب وسله وال ليدل چې موټرې يي له هټيو ډکولې او نامعلوم لوري ته به تلل.

Comments