آصف مهمند دبلخ ولایتی شورا وکیل په هوايي ډګرکې ونیول شو

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: آصف مهمند دبلخ ولایتی شورا غړی ددې ولایت والي پورې تړلیو پوځیانودبلخ د ولایتي شورا داغړی له ځان سره یوړ.
سیدکمال سادات دبلخ امنیه قوماندان رسنیوته ویلی چې دکورنیوچارو وزارتدسرپرست دحکم له مخې یې غوښتل دکورنیوچارو وزارت دسرپرست دحکم په اساس دی کابل ته واستوم خو د بلخ والي ته اړوند کسانودی له ځانه سره یووړ.
له بلې خوا دبلخ دوالي وياند منيرفرهاد وایی چې په آصف مهمند دفساد تورونه دي اوهغه دعدلي ارګانونو په امرنیول شویدی.
آصف مهمند چې دبلخ دوالي عطامحمدنورله سرسخته منتقدانو ګڼل کېږي یوه اوونۍ مخکې ادعاکړې وه چې دبلخ دوالي په وړاندې د اسنادو د وړاندې کولو لپاره لویې څارنوالۍ ته ورغلی و.
هغه د بلخ والي په فساد اوخپلوخپلوانو ته په امتیاز ورکولو تورنوي.
په همدې حال کې دآصف مهمند ځینو پلویانو ګواښ هم کړی چې که هغه بېرته ژر خوشې نه شي د بلخ – جوزجان لویه لار به د لاریون له لارې وتړي.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply